ایران د کرمان د چاودنو په تړاو یو شمېر مشکوک کسان نیولي

د ایران کرمان کې د وروستۍ چاودنې وروسته د سیمې انځور. په دې چاودنو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزارت نن د کرمان د چاودنو په تړاو د یو شمېر مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ.

دا خبر په داسې وخت کې خپور شو چې ماتم کوونکو د جسدونو د خاورې ته سپارلو پر مهال پر تابوتونو اوښکې بهولې او د تلوېزیون له لارې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکارېدل چې خلک د غچ اخیستو شعارونه ورکوي.

په کرمان کې د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلېماني د تلین د مراسمو پر مهال د چهارشنبې په ورځ په غبرګو چاودنو کې نژدې سل تنه ووژل شول چې دا په ایران کې د اسلامي انقلاب له پيله تراوسه تر ټولو خونړۍ چاودنې دي.

سلېماني په ۲۰۲۰م کال د جنوري په درېیمه په عراق کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.