انټوني بلېنکن او جوزیپ بورېل منځي ختیځ ته پر لاره دي

د عکس ښي لور ته د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بورېل او چپ لور ته د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

ټاکل شوې ده چې نن د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بورېل منځي ختیځ ته ورسېږي.

دوی هڅه کوي چې د اسراییل تر واک لاندې لوېدیځې غاړې، لبنان او د سره سمندرګي د بېړیو تر مسیر پورې د غزې د خپرې شوې جګړې مخه ونیسي.

نژدې درې میاشتې کېږي حماس، چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني د اسراییل پر جنوب یرغل وروړی و، تر دې وروسته اسراییل پر غزې حمله وکړه چې تر اوسه په‌کې تر دوه ویشت زره ډېر فلسطنیان وژل شوي او د غزې تړانګې لویه برخه له خاورو سره خاورې شوې ده.