د افغانستان په ځینو سیمو کې د سېلابونو د بهېدلو خبرداری ورکړل شوی

ارشیف: د افغانستان ختیځ کې له باران وروسته سېلاب راوتلی دی.

د افغانستان د جنوبي، مرکزي او شمال ختیځ ولایتونو په ځینو سیمو کې نن او سبا د سېلابونو د بهېدلو خبرداری ورکړل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې پرون لیکلې وو چې په دغو سیمو کې د واورو او بارانونو د ورېدو له امله په سیندونو کې د اوبو د کچې له لوړېدو سره د سېلابونو امکانات شته.

ازادي راډیو تر اوسه له کوم ولایته د سېلاب راپور نه دی ترلاسه کړی.

د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي تېرو نهو میاشتو کې په افغانستان کې سېلابونو ۳۵۰ کسان مړه کړي او شاوخوا پنځه سوه نور یې ټپيان کړي دي.

د وزارت په وینا په‌دې موده کې د سېلابونو له امله ۴زره کورونه په بشپړ یا نسبي توګه ويجاړ شوي او ۷۰زره جريبه کرنيزه ځمکه له‌منځه تللې ده.