اوکرایني ځواکونو په ۵۹ سیمو کې له روسي پوځيانو سره نښتې کړي

د اوکراین ځواکونه له روسي پوځيانو سره د جګړې لپاره تیاری نیسي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر نن په خپل ورځني راپور کې خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوکرایني ځواکونو په ۵۹ سیمو کې له روسیي پوځیانو سره ډزې تبادله کړې دي.

په راپور کې راغلې چې اوکرایني ځواکونو په دونیڅک، خارکییف او زاپروژیا کې د روسیي عسکرو پلې حملې په شا تمبولې دي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر د راپور له مخې روسیي پوځیانو د میزایلو اووه بریدونه، شپږ دېرش هوایي حملې او د راکټونو اووه دېرش حملې د اوکرایني ځواکونو پر مواضعو کړې دي.

بل پلو اوکراین پرون ویلي چې هوايي ځواکونو یې اشغال شوي ښار سیواستیپول ته څېرمه د روسيې د قوماندې پر یوه مرکز هوايي حمله کړې ده، دغه ښار د اوکراین تر ولکې لاندې د قلمرو په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

اوکرایني چارواکو ویلي، په کریمیا ټاپووزمه کې یې په جلا حمله کې د روسیې یوه پوځي قطعه ویشتلې ده.

په همدې حال کې د روسیې دفاع وزارت وايي، د دوی د هوايي دفاع قطعاتو د کریمیا پر فضا د اوکراین ۳۶ بې پېلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.