امریکا: طالبان باید د تروریزم په وړاندې مبارزې ته ژمن پاتې شي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو الن مېلر

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، طالبان باید په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې مبارزې ته ژمن پاتې شي.

متیو الن مېلر 'Matthew Alan Miller' پرون په یوه کنفرانس کې وویل چې واشنګټن د افغانستان وضعیت څاري او که څه هم امریکا په افغانستان کې حضور نه لري، خو تروریستي فعالیتونو ته ځواب ورکوي.

مېلر زیاته کړه چې د ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو ته په پام واشنګټن د امریکايانو خوندیتوب ته دوام ورکوي.

د طالبانو حکومت د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې.

تر دې مخکې امریکايي چارواکو په افغانستان کې د ځینو افراطي ډلو له دې جملې د اسلامي دولت ډلې د خراسان ولایت څانګې یا داعش د حضور او فعالیت په باب اندېښنه ښودلې وه.

دغې ډلې په افغانستان کې د شیعه‌ګانو او نورو مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د څو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.