بغداد کې د امریکا هوايي حمله؛ د ایران پلوه ملېشه‌وو یو قوماندان په‌کې وژل شوی

ارشیف: په عراق کې د امریکا د یوه هوايي برید انځور

د عراق د پلازمېنې بغداد په مرکزي برخه کې پرون د امریکا د متحدو ایالتونو په هوايي حمله کې چې د ایران پلوه ملېشه‌وو مرکزونه یې په نښه کړي، د دغو ملېشه‌وو یو جګپوړی قوماندان وژل شوی دی.

د حشد الشعبي په نوم د ملېشه‌وو ایتلاف چې د عراق د پوځ تر کنټرول لاندې دی، ویلي "د امریکا د وحشیانه تهاجم" په نتیجه کې د بغداد لپاره د دوی د عملياتي مشر مرستیال چې نوم یې ابو تقوا یاد شوی، وژل شوی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو یوه دفاعي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د دې هوايي حملې جزییات تایید کړي او ویلي یې دي چې ابو تقوا ځکه په نښه شوی چې پر امریکايي پرسونل په حملو کې په فعال ډول دخیل و.

د عراق د پوځ ویاند یحیی رسول په یوه اعلامیه کې دا حمله د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د ځواکونو کار بللی دی.