سپینه ماڼۍ: روسیې له شمالي کوریا بالیستیک میزاییل ترلاسه کړي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

سپینې ماڼۍ پرون ویلي چې د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکو ته معلومه شوې چې روسیې له شمالي کوریا بالیستیک میزاییل ترلاسه کړي له ایرانه هم د لنډواټنه بالیستیک میزاییلو ترلاسه کولو هڅه کوي، څو دغه میزاییل د اوکراین په جګړه کې وکاروي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، وروستیو استخباراتي اطلاعاتو موندلې چې شمالي کوریا روسیې ته د بالیستیک میزاییلو توغولو دستګاوې او ګڼ بالیستیک میزاییل ورکړي دي.

د کربي په وینا، روسیې لږ تر لږه یو له دغو میزاییلو د ډسمبر میاشتې پر ۳۰مه پر اوکراین ویشتلی دی.

د ده په وینا، د روسیې او ایران ترمنځ د بالیستیک میزاییلو په اړه موافقه نهايي شوې نه ده، خو په فعالانه ډول د پرمختګ په حال کې ده.

د روسیې او ایران چارواکو لا په دې باب عکس العمل نه دی ښودلی.