د اوکراین هوايي ځواکونو سیواستیپول ته څېرمه د روسيې یو پوځي مرکز ویشتی

په سیواستیپول کې د روانې جګړې یو انځور

اوکراین پرون ویلي چې هوايي ځواکونو یې اشغال شوي ښار سیواستیپول ته څېرمه د روسيې د قوماندې پر یوه مرکز هوايي حمله کړې ده، دغه ښار د اوکراین تر ولکې لاندې د قلمرو په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

اوکرایني چارواکو ویلي، په کریمیا ټاپووزمه کې یې په جلا حمله کې د روسیې یوه پوځي قطعه ویشتلې ده.

په همدې حال کې د روسیې دفاع وزارت وايي، د دوی د هوايي دفاع قطعاتو د کریمیا پر فضا د اوکراین ۳۶ بې پېلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

د اوکراین د هوايي ځواکونو قوماندان میکولا اولیشچونک په ټلګرام کې یوه ویډیو خپره کړې چې سیواستیپول ښار ته نږدې د یوې چاودنې له ځایه لوګی پورته کېږي.

د مسکو له خوا سیواستیپول ته ګمارل شوي والي میخایل رازفوژایف پر دغه ښار حمله د وروستیو وختونو تر ټولو پراخه حمله بللې ده.