امریکا اذربایجان د مذهبي ازادیو د څار په لېست کې شامل کړ

د اذربایجان بیرغ

د امریکا متحدو ایالتونو پرون اذربایجان د عیسوي میراثونو په اړه د اندېښنو له کبله د مذهبي ازادیو د څار په لېست کې شامل کړ.

دا کار وروسته له هغې وشو چې اذربایجان بېلتونپاله سیمه نګورنو قره‌باغ چې اکثریت اوسېدونکي یې په خټه ارمنان وو، د جګړې له کبله ونیوله.

د چین، ایران، پاکستان او سعودي عربستان په ګډون ټول ۱۲ هېوادونه چې په مخکېني کلني شاخص کې یې نومونه شامل وو، د مذهبي ازادیو د څار په لېست کې پاتې دي، یوازېنی بدلون دا دی چې اذربایجان هم ورزیات شو.

وروسته له هغې چې د اذربایجان پوځ د سپټمبر پر ۱۹مه، د ارمنستان له ځواکونو د ۲۴ ساعته جګړې په نتیجه کې نګورنو قره باغ سیمه ونیوله، په دې سیمه کې د عیسویانو مذهبي ساحې یې هم لاس ته ورغلې او د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون د دغو میراثونو خوندیتوب ته اندېښنه ښودلې ده.