ډبلیو‌ایف‌پي: هره ورځ میلیونونه بې‌وزله افغانان د ځان مړولو او تودولو ترمنځ یو غوراوی کوي

ارشیف: په افغانستان کې یوه اړمنه مېرمن

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو‌ایف‌پي' وایي، په افغانستان کې هره ورځ میلیونونه بې‌وزله کسان د ځان مړولو او ځان تودولو ترمنځ یو غوراوی کوي.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر د هغې کورنۍ وضعیت انځور کړی چې په همدې ساړه ژمی کې د یو من لرګیو د اخیستو وس نه لري.

دغه سازمان او د ملګرو ملتونو نورو بېلابېلو ادارو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ژمي په یخه هوا کې د میلیونونه بې وزله افغانانو لاسنیوی وکړي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې شاوخوا ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې دوی کې څه باندې ۱۷ میلیونه داسې دي چې نه پوهېږي بل څاښت خواړه یې له کومه کېږي.