طالبانو په کابل کې یو شمېر ښځې د بې‌حجابۍ په تور نیولي

ارشیف: په کابل کې د مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عبدالغفار فاروق نن وویل چې په کابل کې یې یو شمېر ښځې د دې لپاره نیولي چې اسلامي حجاب یې نه و مراعات کړی.

د نیول شویو ښځو د شمېر په اړه د طالبانو دې ویاند څه نه دې ویلي، خو دا خبره یې وکړه چې دا مېرمنې به یا له سخت ضمانت ورکولو وروسته خوشې کېږي یا به قضایي ادارو ته معرفي کېږي.

وروسته تر دې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کابل ونیو، دا لومړی ځل دی چې دوی په رسمي ډول دا تاییدوي چې د حجاب په خاطر یې یو شمېر کسان نیولي دي.