پر کییف د روسیې خونړي بریدونه؛ ناټو د خپلو غړیو هېوادونو غونډه وربللې

پرکییف د روسیې د بریدونو وروسته یوې ودانۍ اور اخیستی دی.

ناټو د جنوري په لسمه د خپلو غړیو هېوادونو د ډیپلوماتانو او مسوولانو غونډه وربللې ده.

په دې غونډه کې به د اوکراین پر پلازمېنه کییف او نورو ښارونو د روسیې د خونړیو بمباریو په تړاو خبرې وشي.

د ناټو د رسنیو برخې په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې نن لیکلي چې اوکراین، د ناټو دننه د اوکراین-ناټو د شورا له لورې د دې غونډې د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

د ډسمبر په۲۹مه په کییف کې د روسیې د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو د یوازې یوه برید پر مهال په کییف کې ۳۲ کسان ووژل شول.