امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګمارلو ننګه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر

د امریکا متحد ایالتونو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي د ګمارلو ننګه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر پرون په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل چې ځانګړی استازی به له افغانستان سره نړیوال تعامل تنظیم کړي څو هغه اهداف ترلاسه شي چې ملګرو ملتونو په خپل پرېکړه‌لیک وړاندې کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي د ټاکل کېدو وړاندیز وشو چې د شورا اکثر غړیو موافقه ورسره وکړه.