مېلر: امریکا د روسیې پر وړاندې د کییف د تګلارې بدلولو غوښتنه نه ده کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغه راپورونه چې ګواکې واشنګټن له کییف څخه غوښتي د روسیې پر ضد جګړه کې خپله تګلاره بدله کړي، رښتیا نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر پرون د جنورۍ ۳مه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا غواړي له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین په اړه تګلاره بدله کړي، وویل، دا خبره سمه نه ده.

تېره میاشت پولیټیکو خپرونې د جو بایډن د ادارې د یوه چارواکي او د یوه اروپايي ډیپلومات په حواله چې نومونه یې نه وو اخیستي راپور ورکړ چې امریکايي او اروپايي چارواکو خپل تمرکز د اوکراین د جګړې له ګټلو اړولی او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې احتمالي خبرو ته پام اړولی دی.

تر دې مخکې، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې ویلي وو چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هر ډول تړون چې له اوکراینه د هرې سیمې د تسلیمولو غوښتنه کوي، هغه به "مطلق لیونتوب" وي.