د اروپايي ټولنې جګپوړي ډیپلومات په ایران کې خونړۍ چاودنې وغندلې

د اروپايي ټولنې جګپوړی ډیپلوماټ جوزپ بورېل

د اروپايي ټولنې جګپوړي ډیپلومات جوزپ بورېل په ایران کې پرونۍ چاودنې یو ترهګریز برید بللی او هغه یې غندلي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې بورېل پرون د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلیفوني خبرو کې خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د ایران په جنوب کې دوه بمي چاودنې هغه خلک په نښه کړل چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژنې د څلورم تلین د نمانځلو لپاره راټول شوي وو.

د ایران د روغتیا وزارت په وینا، په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۹۵ کسان وژل شوي او ۲۱۱ نور ټپیان شوي دي.

تراوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو ایراني چارواکو یې پړه پر، اسراییل اچولې ده.

واشنګټن بیا په دې برید کې د اسراییل او امریکا ښکېلتیا رد کړې.