دولسو هېوادونو په یمن کې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو ته خبرداری ورکړ

د حوثي یاغیانو وسله وال غړي

پرون دولسو هېوادونو په ګډه په یمن کې د ایران په ملاتړ حوثي یاغیانو ته خبرداری ورکړ چې که دوی په سره سمندرګي کې پر کښتیو بریدونه بند نه کړي، ناڅرګند عواقب به ولري.

په هغه بیان کې چې د متحده ایالاتو، بریتانیا، جرمني، کاناډا، استرالیا، نیوزیلینډ، جاپان، ایټالیا، بلجیم، هالنډ، ډنمارک او بحرین لخوا خپور شوی ویل شوي: "زموږ پیغام روښانه دی، موږ د دې غیرقانوني بریدونو د سمدستي پای ته رسولو او د دغو کښتیو او د هغوی د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کوو چې په غیر قانوني توګه نیول شوي دي."

په اعلامیه کې راغلي چې که حوثي یاغیان سره سمندرګي کې د ژوند، نړیوال اقتصاد او د سوداګرۍ ازاد جریان تهدیدوي، نو د پایلو مسوول به وي.

په یمن کې حوثي یاغیانو په وروستیو اوونیو کې د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې له پیلېدو وروسته په سره سمندرګي کې پر کښتیو بریدونه کړي دي.

حماس ډله د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل شوې ده.

حوثي یاغیانو خبرداری ورکړی چې له سره سمندرګي څخه اسراییلو ته د کښتیو د تېرېدو مخه به ونیسي.