نوي ۲۰۲۴ میلادي کال له ځان سره څه راوړي؟ په دې اړه د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریالانو وړاندوینې کړي

نوي ۲۰۲۴ میلادي کال له ځان سره څه راوړي؟

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د افغانستان او یوشمېر نورو هېوادونو د ژورنالستانو په حواله د هغوی د پوښښ لاندې هېوادونو د وضعیت په اړه وړاندوینه خپره کړې

افغانستان:

افغانستان کې د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ لاندې نوی میلادي کال داسې مهال پیل شوی چې د ښځو او نجونو حقونه په کې ډېر محدود شوي دي.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د ښځو د کار، زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو حقونه ځپل شوي او دې برخه کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له محدودیتونو سره مخ شوې دي.

د ازادي راډیو خبریال ملالۍ بشیر

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په یوه راپور کې وړاندوینه کړې چې د افغانستان ښځې به ۲۰۲۴م او تر هغه وروسته موده کې هم د خپلو حقونو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخامخ وي.

ځینې څارونکي وایي، دا چې طالبان د هر عمر نجونو ته یوازې په مدرسو کې د تعلیم اجازه ورکوي، دا په اوږد مهال کې ټولنه سخت دریځۍ خواته بیایي او له عصري علومو یې بې برخې کوي.

طالبانو پر نجونو او ښځو د زده کړو د بندیز ترڅنګ هغوی له کاره هم منع کړي دي. نړیوال سازمانونه وايي، اوسمهال میلیونونه افغانان له بشري بحران سره مخ دي. په انځور کې لیدل کېږي چې یو شمېر اړمنې مېرمنې مرستو ته ولاړې دي. May 23, 2023

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او د ښځو د حقونو یوه فعاله شکریه بارکزۍ وایي، مدرسې د ښونځیو بدیلې نه شي کېدای، ځکه په وینا یې له مدرسو ډاکتران، انجینران، حقوق پوهان، خبریالان او د نورو برخو متخصصان نه شي فارغېدای.

په افغانستان کې د روانې ناورغیو متخصص مجیب خپلواک ازادي راډیو ته ویلي چې ۹۰ په سلو کې هغه ښځې چې پخوا یې دندې درلودې، اوس له رواني ستونزو سره مخامخ دي.

اوکراین او هلته جګړه:

پر روسیې د اوکراین جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پیل شوه چې لا هم دوام لري او تراوسه یې د کرارۍ کوم څرک نه ښکاري.

په ۲۰۲۳ کال کې لویدیځو هېوادونو د واکراین ملاتړ ته دوام ورکړ او اوکراین ته یې امنیتي ضمانتونه ورکړل.

داسې ښکاري چې د اوکراین شته ننګونې او ستونزې به ۲۰۲۴ کال کې هم دوام ولري.

روسیې لپاره د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریال ویټالیټي پورتنیکوف

دغې جګړه کې روسیه د یو شمېر سیمو پر نیولو ټینګار کوي او برعکس اوکراین هم وایي، بریا یې په دې معنا ده چې پر ټول له لاسه وتلي قلمرو بیرته واک ترلاسه کړي.که چېرته ۲۰۲۴ کال کې روسیه د اوکراین په جګړه کې پرمختګ او نورې سیمې لاندې کړي، یا برعکس اوکراین له روسي ځواکونو نیول شوې سیمې بیرته ازادې کړې، دا اوکراین کې له سیاسي جوړجاړي یا حل لارې سره مرسته نه شي کولای.

پر اوکراین د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین برید د هغه د یوه لوی پلان یوه برخه ده. هغه هڅه کوي چې که د شوروي اتحاد بیا را ژوندي کول امکان ونه لري، نو لږ تر لږه تر نفوذ لاندې ساحې تر کنټرول لاندې راولي.

اوکراینیانو ته بیا یوازې له روسیې سره د مقاومت دنده نه ده ورله غاړې، بلکې هڅه کوي چې خپل سیاسي هویت وساتي او حکومتولي مخته بوځي.

د اوکراین جګړه به تر هغو دوام ولري چې لویدیځ دا درک کړي چې د نړۍ پخواني نظم ته ورګرځېدل امکان نه لري.

ټینګار شوی چې د اوکراین د ستونزې یو حل دادی چې لویدیځ باید د یرغل قرباني هېوادونو ته د روسیې له هوکړې پرته په مستقیم ډول واقعي امنیتي تضمینونه ورکړي او په دغو سیمو کې د پوځي عملیاتو مخه ونیسي.

د اوکراین په اړه د داسې درک څرک تراوسه نه ښکاري او له پوتین نه دا تمه چې ګوندې هغه د واک غوښتنې له لیوالتیا تېر شي، هغه نور هم پیاوړی کوي.

پایله دا ده چې د اوکراین او روسیې جګړه به ۲۰۲۴ کال کې همداسې دوام ولري او ممکن په نوره نړۍ کې هم د محلي جګړو لامل شي.

ایران:

ایران په کور دننه او بهر له یوشمېر ننګونو سره مخامخ دی او داسې ښکاري چې دا ستونزې به ۲۰۲۴ کال کې هم دوام ولري.

ایران ۲۰۲۴ کال داسې مهال پيلوي چې په منځني ختیځ کې د اسراییلو او حماس جګړې وضعیت کړکېچن کړی او سوله‌ییزه راتلونکې یې پیکه کړې.

په همدې حال کې ایران تورن دی چې په عراق، سوریې او یمن کې د سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي او دې کار د ایران او لوېدیځ اړیکې خړې پړې کړي دي.

په ایران کې اټومي فعالیتونه هم د لوېدیځ د اندېښنې وړ دي او تهران د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ له ادارې سره همکاري رد کړې ده او په همدې تړاو پیل شوي بحثونه هم اوس په ټپه ولاړ دي.

ایران په کور دننه د خراب شوي اقتصاد له ګواښ سره مخامخ دی او داسې ښکاري چې ۲۰۲۴ کال کې به له همدې وضعیت سره مبارزه د دوی د کارونو په سر کې وي.

د ایران اخوندي رژیم ته بله اندېښنه د هغو اعتراضونو دوام دی چې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د پيغلې مهسا امیني له وژلو وروسته وپارېدل.

تر دغو اعتراضونو وروسته د ایران د ښځو یوه خوځښت او ګڼو نورو فعالانو خپلو مدني سرکښیو ته دوام ورکړی او داسې ښکاري چې روان کال به هم دغه مدني حرکتونه دوام ولري.

اعتراض کوونکي د ایران د حکومت پر هغو تګلارو نیوکه کوي چې د اجباري حجاب او ورته نورو مسایلو په اړه دی.

د ایران حکومت له بېلابېلو لارو د دغو فعالانو ځپنې ته دوام ورکړی دی.

ایران په مارچ میاشته کې پارلماني ټاکنې مخته لري او داسې اټکل کیږي چې د رایه ورکوونکو شمېر به یې کم وي.

روسیه، اوکراین او لویدیځ: درېیمې نړیوالې جګړې ته تګ:

۲۰۲۴ کال به د اوکراین د جګړې او ټول نړیوال نظام لپاره مهم او حساس وي.

د نړۍ د نظم په وړاندې تر ټولو لوی ګواښ روسیې رامنځته کړی دی.

روسیه په خپلو تاوتریخجنو، بدو او جګړه ییزو کړنو سره د نړیوال نظم د ویجاړولو او نوي کولو په هڅه کې ده.

د اوکراین جګړه د نړیوالې جګړې یا ښکر په ښکر کېدو لپاره یوه مقدمه بلل کېږي.

د روسیې لپاره د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریال مدودیف سرګي

د لوېدیځ له بندیزونو سره سره روسیې په ۲۰۲۳ کال کې له پوځي، کورني او نړیوال پلوه خپل موقعیت تثبیت کړ.

روسیې په دغه کال کې د وسلو کمښت او انساني تشه له منځه یوړه او خپل پوځ ته یې ښه تدارکات وکړل.

د نړۍ نظم ته د پوتین ګواښ د هټلر له ګواښه کم نه دی، بل لورته ستونزه دا ده چې نړیوال نظام کې ګډوډۍ او نه همغږي د دې لامل شوې چې لوېدیځ داسې یو موټی کیدای نه شي لکه ۱۹۸۰ کال کې چې د پخواني شوري اتحاد د پرزولو لپاره سره یو موټی شو.

د اوکراین جګړه کې د دې هېواد د مارینکا ښارګوټي چې ویجاړ شوی دی.

خلکو کې خو هغسې زړورتیا بیخي نه ده پاتې لکه دویمه نړیواله جګړه کې یې چې د هټلر او نازي جرمنانو مبارزه وکړه.

روسیه ممکن پر اوکراین سربیره پر ګرجستان، مولداوا یا لتوانیا یا پولنډ هم ازمیښتي برید وکړي چې د ناټو غبرګون و ازمایي.

روسیه ممکن د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم بریدونه وکړي او دې خبره کې هم شک نه‌شته چې اوکراین به نه سره ویشل کېږي.

منځنۍ اسیا:

په داسې شرایطو کې چې روسیه د اوکراین په جګړې بوخت دی، نو روسیه له هر وخته کم اوس د سیمې او منځنۍ اسیا هېوادونو ته لارښونې او سپارښتنې کوي.

د منځنۍ اسیا څو هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان له دې فرصته په استفادې له لویدیځ سره د اړیکو ښه هڅه وکړه.

د دغو هېوادونو مشرانو د امریکا له متحدو ایالتونو او جرمني سره مهمې خبرې درلودې او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د څو میلیارده پانګونې له پلان سره قزاقستان او ازبکستان ته تللی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

چین هم په سیمه کې خپل نفوذ پراخه کړی او ترکیې هم ورته هڅه کړې ده.

د منځنۍ اسیا هېوادونه له اقتصادي ستونزو او له دې ډلې ازبکستان د ګازو د کموالي له ننګونو سره مخامخ دی چې روسیې ورته تېر کال ګاز ولېږل.

د منځنۍ اسیا دولتونو تراوسه د اوکراین په جګړه کې د روسیې سیاسي او پوځي ملاتړ نه دی کړی او ممکن استدلال وکړي چې د دوی متحد چین د روسیې لپاره ګټور شریک کېدلی شي.