ناټو خپلو متحدو هېوادونو د قلمروونو لا خوندیتوب په موخه پیټرایټ میزاییل پېري

پولنډ کې پیټرایټ میزاییل د نظامي تمریناتو پر مهال لېږدول کېږي.

ناټو پرون چهارشنبه اعلان وکړ چې غواړي شاوخوا زر پیټرایټ میزاییل رانیسي چې په مرسته یې متحد هېوادونه وکړای شي خپل قلمروونه لا خوندي کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په وروستیو کې پر خپل ګاونډي هېواد اوکراین خپلې هوايي حملې سختې کړې دي.

ناټو په دې باور ده چې د دغو نویو توغندیو رانیول به د اوکراین له خوندیتوب سره هم مرسته وکړي.

د ناټو د ملاتړ او تدارکاتو ادارې ویلي، د پیټرایټ میزاییلو په رانیولو کې د جرمني، هالنډ، رومانیا او هسپانیا په ګډون به د ناټو د غړو هېوادونو د ډلې ملاتړ وکړي.

دا هغه میزاییل دي چې له کروز او بالیستیک میزاییلو، دغه راز د دښمن له الوتکو د دفاع لپاره کارول کېږي.

د دې ادارې سرچینو ویلي، د دې تړون ارزښت ۵ اعشاریه ۵ میلیارد امریکايي ډالرو ته رسېږي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په یوه اعلامیه کې ویلي، د اوکراین پر ملکیانو، ښارونو او ښارګوټو د روسیې د میزاییلو او بې پېلوټه الوتکو حملې دا ثابتوي، چې زموږ عصري هوايي مدافع څومره مهم دی.