ایران کې د قاسم سلېماني پر تلین غونډې د چاودنو مرګ ژوبله لوړه شوې

د سلېماني د تلین غونډې یوه څنده

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د سپاه پاسدران د قدس ډلې د پخواني قومندان قاسم سلیماني د څلورم تلین په مراسمو کې دوو پياوړو چاودنو لږ تر لږه ۵۳ تنه وژلي دي.

دغه چاودنې نن چهارشنبه د ایران په کرمان ښار کې شوې دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د ایران د میزان خبري اژانس په حواله د وژل شویو دغه شمېر خپور کړی او ویلې يې دي چې ۷۱ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

میزان خبري اژانس د ایران قضایه قوې ته نژدې بلل کیږي.

د سپاه پاسداران انقلاب پر ټیلګرام چېنل هم د مرګ ژوبلې دغه شمېرې خپرې شوې دي.

د ازادي راډیو د ایران څانګې، راډیو فردا د ایرنا خبري اژانس په حواله ویلي چې لومړنۍ چاودنه د سلیماني قبر ته په ۷۰۰ متري واټن او دویمه هغه یې په یو کیلو متري واټن کې شوې ده.

د چاودنو څرنګوالی لا معلوم نه دی، خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، داسې ښکاري چې بریدکوونکو دغه بمونه د ریموټ کنټرول په وسیله چوولي دي.

تراوسه د چاودنو مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

قاسم سلیماني چې د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب د قدس ډلې قومندان و، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په درېیمه د بغداد په یوه څنډه کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.