وزلوبه؛ سرپل او سمنګان پایلوبې ته ووتل

د وزلوبې یوه څنډه

د افغانستان د وزلوبې (بزکشي) سیالۍ وروستي پړاو ته ورسېدې چې پایلوبې ته یې د سمنګان او سرپل ولایتونو لار پیدا کړه.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویلي دي، د جنورۍ په ۳یمه نېټه د چهارشنبې په سهار په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې سمنګان ۱ د صفر پر وړاندې کندز ته ماتې ورکړه.

دغه راز په پلان کې وه چې دویمه نیمه پایلوبه هم په همدې ورځ د کندهار او سرپل ولایتونو ترمنځ ترسره شي، خو د نامعلومو دلایلو پر اساس د کندهار لوبډله نیمه پایلوبې ته حاضره نه شوه او سیالي سرپل ته په ګټه ورکړل شوه.

پایلوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شي.

یادې سیالۍ چې د تېر زېږدیز کال د ډسمبر په ۲۶مه نېټه پیل شوې وې ۱۲ ولایتونو په کې ګډون درلود.

د ویلو ده چې د وزلوبې لیګ سیالۍ د ړنګ شوي جمهوري نظام پر مهال پیل شوې وې او دا یې پینځم پړاو دی.