افغان سندرغاړي 'فرهاد دریا' د هرات زلزله ځپلو ته ۳۷ بېړنۍ سرپناوې جوړې کړي

د افغانستان مشهور سندرغاړی فرهاد دریا

د افغانستان یوه مشهور سندرغاړي فرهاد دریا د هرات زلزله ځپلو ته ۳۷ بېړنۍ سرپناوې جوړې کړي دي.

دریا نن رسنیو ته په یوه غږیز پيغام کې ویلي چې دغه سرپناوې یې په راټولو شویو پیسو د هرات د شمال لویدیځ یوه کلي کې جوړې کړي دي.

هغه وویل: "د سنجاب وردګها، یا کرنیل وردګها په کلي کې له ویجاړونکې زلزلې وروسته مو نهه شپېته زره او سل ډالره راټول او پرېکړه مو وکړه چې بېړنۍ سرپناوې پرې جوړې کړو. هره سرپنا لس متره مربع ده او همدومره لګښت پرې شوی دی."

په ورته وخت کې د دریا په نوم موسسې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه سرپناوې نن زلزله ځپلو ته ویشل کېږي.

هرات په تېرې اکټوبر میاشته کې څو زلزلو وځپه چې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۱۱ زره نور ټپیان شول.

په زلزلو کې د ورکړل شویو ارقامو له مخې ۸۵۰۰ کورونه بشپړ او څه باندې ۱۷ زره نور سرسري ویجاړ شوي دي.