طالبان: د هرات د لرګیو په مارکېټ کې لګېدلی اور مهار شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات ولایت موقعیت

د هرات د لرګیو په مارکېټ کې لګېدلی اور تر درې ساعته هڅو وروسته مهار شوی دی.

دغه اورلګېدنه چې لامل یې لا روښانه نه دی، تېره شپه ۱۱ بجې رامنځته او تر ۲ بجو یې دوام وکړ.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریس احمدالله متقي بې له دې چې د اوښتي زیان د کچې یادونه وکړي په سیمه کې رسنیو ته وویل: "تاسو ګوری په دې مارکېټ کې چې کوم اور لګېدلی و، دا د لرګیو غټه منډوي وه. الحمداله د اطفایې په مرسته او په وخت رسیدګي سره د میلیونونو روپیو د تاوان مخه ونیول شوه."

تر دې وړاندې هم تر ډېره د ژمي پر مهال چې خلک د ځان تودولو لپاره له لرګیو او ګازو ګټه اخلي، د اورلګېدنې ورته پېښې په افغانستان کې رامنځته شوي دي.