پر اوکراین د روسیې د بریدونو دوام؛ ۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

په کییف د روسیې د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو انځور. په تصویر کې لیدل کېږي چې له برید وروسته یوې ودانۍ اور اخیستی دی.

د اوکراین پر پلازمېنې کییف او د هغې پر لمنو، همداراز پر خارکییف ښار د روسیې د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو له امله پرون لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.

دا حملې یوه ورځ وروسته تر دې وشوې چې روسیې د نوي میلادي کال په لومړیو ساعتونو کې پر اوکراین د نوي دانو بې پيلوټه الوتکو په مټ بمبارۍ وکړې.

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو چې پر اوکراین به بریدونه زیات کړي.

پوتین د جنوري په لومړۍ نېټه دا خبرداری وروسته تر دې ورکړ چې اوکرایني ځواکونو د روسیې بلګرود سرحدي ښار بمباري کړ چې په‌کې تر دوه ویشتو ډېر کسان ووژل شول و تر سلو ډېر ټپيان شول.