په بدخشان کې پرله‌پسې زلزلې شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

د بدخشان مرکز فیض‌اباد تېره شپه دوو پرله‌پسې زلزلو ولړزاوه.

د 'این سي ایس' په نوم د زلزلې د اټکلېدو د مرکز په وینا، یوه زلزله د شپې د دولس نیمو بجو خواته وشوه چې د ریښتر څلور اعشاریه څلور درجې ثبت شوې او بله یې نیم ساعت وروسته څلور اعشاریه اته درجې وه.

تراوسه د دې زلزلو له امله د سر او مال د اوښتو زیانونو راپورونه نه دي ورکړل شوې.

په افغانستان کې تېر میلادي کال پرله‌پسې مرګونو زلزلو په هرات کې د سر او مال درانه زیانونه واړول.

د هرات د زلزلو زیانمن خلک اوس هم په خورا بدو شرایطو کې شپې او ورځې تېروي.