د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۲۵ میلیون ډالرو مرسته غوښتل شوې

د هرات زلزله ځپلي

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یا 'یو این ډي پي' وايي، په هرات کې له خونړۍ زلزلې ژوندي پاتې شوي کسان اوس وېره لري چې ښايي سږني ژمي کې له لوږې او سړې هوا مړه شي.

'یو این ډي پي' پرون په خپله ایکسپاڼه کې د هرات د زلزلې د قربانیانو په اړه د یو راپور خپور کړی.

دې ادارې د دغې زلزلې د زیانمنو سره د مرستو لپاره د ۲۵ میلیونه ډالرو بودیجې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې زیاته کړه چې د دې پیسو ډېره برخه به د سرپناه په جوړولو ولګول شي چې د زلزله ځپلو لپاره له اړینو لومړیتوبونو څخه دی.

هرات ولایت د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د څو سختو زلزلو شاهد و چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د ورکړل شویو شمېرو له مخې، له ۱۴۰۰ ډېر کسان مړه او یوولس زره نور ټپیان شول.

دغه اداره وايي چې په دغو زلزلو کې شاوخوا اته زره کورونه په بشپړه توګه ويجاړ او څه باندې ١٧ زره نور هم قسمي تخریب شوي دي.