د بریتانیا صدراعظم وزیر ریشي سوناک د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې ژمنه وکړه چې هېواد یې لا هم د اوکراین ترڅنګ ولاړ دی.
د سوناک یوه ویاند دا هم وویل چې صدراعظم سوناک له اوکراین سره د پوځي او ډیپلوماتیکو مرستو په برخه کې د بریتانیا پر هڅو ټینګار وکړ.
په همدې حال کې مسکو پر اوکراین خپلو هوايي بریدونو ته زور ورکړی دی.
پر اوکراین باندې د روسیې بریدونه وروسته له هغې زیات شول چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ژمنه وکړه د روسیې د بیلګرود پر ښار د اوکراین له برید وروسته به غچ اخیستونکي بریدونه زیات کړي.
د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۳۰مه، روسیې ادعا وکړه چې د بیلګرود په ښار کې د اوکراین په بریدونو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.