طالبان: په واخان کې له چین سره د وصلېدو لپاره د یوه سړک د جوړولو چارې پيل شوي

د واخان یوه څنډه

د طالبانو حکومت وایي د بدخشان په واخان کې یې له چین سره د وصلېدو لپاره د یوه سړک د جوړولو چارې پيل کړي دي.

دا خبره د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر پرون په کندهار کې یوې غونډې ته وکړه.

هغه وايي: "موږ تاسې ته به داسې یو لاره جوړېږي چې زموږ به هر څه انشاالله په هغه لار باندې ځي. که د چین سره تګ راتګ وي یا د تجارتي اموالو که موږ درلود یا که مو له هغه خوا راوړل."

افغانستان د واخان په لوړو سیمو کې له چین سره شاوخوا ۹۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

طالبانو د سړک د جوړولو په باب مفصل جزییات نه دي ورکړي، خو تېر سپټمبر هم په چین کې د طالبانو چارسمبالي سفیر محی الدین سادات ویلي وو چې له چینایي چارواکو سره یې د واخان دهلیز له لارې د تګ راتګ د پيلولو په باب مفصلې خبرې کړي.