ایران د داود عبدالهی په نوم یو کُرد له ۱۴ کلن زندان وروسته اعدام کړی

له ارشیفه یو سمبولیک تصویر

د کُردانو رسنیو له دې جملې هه‌نگاو راپور ورکړی چې د مهاباد یو عقیدتي زنداني داود عبداللهی په زندان کې د ۱۴ کلونو له تېرولو وروسته نن سې شنبه سهار مهال د کرج په قزلحصار زندان کې اعدام شوی دی.

کُردپا ویبسایټ لیکلي، چې د دغه عقیدتي زنداني مړی د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.

داود عبداللهی او شپږ نور کردان په ۱۳۸۸ لمریز کال د خپل ښوونکي عبدالرحیم تینا د وژنې په تور ونیول شول.

له ننني سره په اعدام د محکومو شویو اوو کسانو له ډلې درې تنه یې اعدام شوي او څلور نور د اعدام له خطر سره مخامخ دي.

د بشري حقونو بنسټونو په وار- وار ویلي چې تورن شوي کسان سخت شکنجه شوي او په جبر ورڅخه اعتراف اخیستل شوی دی.

د ایران رژیم دغه کسان د ملي امنیت د منافعو خلاف په اقدام او پر ځمکه د فساد په خپرولو محکوم کړي وو.