د کییف ښاروال: د روسیې د میزاییلو په حمله کې لږترلږه ۱۰ کسان ټپیان شوي

په کییف کې د روسیې له حملو وروسته د ژغورنې ډلې د اور لمبو د مړ کولو پر مهال لیدل کېږي.

د اوکراین د پلازمېنې کییف ښاروال وايي، پر دغه ښار د روسیې د میزاییلو په حمله کې لږ تر لږه ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

ویتالي کلیچکو نن سې شنبه په ټلګرام کې دغه خبر ورکړی دی.

وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د مسکو له خوا د غچ اخیستو ګوتڅنډنه وکړه، د اوکراین پر پلازمېنه کییف او خارکییف ښار د روسیې د میزاییلو حملې زیاتې شوې دي.

پوتین د روسیې پر بلګرود ښار د شنبې ورځې د هغې حملې د غچ اخیستو ګواښ کړی چې په نتیجه کې یې ۲۴ ملکیان وژل شوي دي.

نن سهار هم د اوکراین پر پلازمېنه د میزاییلو حملې روانې دي چې د ښار په ځینو برخو کې د برښنا د پرچاوۍ او پر ځینو سیمو د لګېدلو توغندیو د ټوټو د لګېدو سبب شوې.