ناروې پر اوکراین د وسلو او دفاعي تولیداتو خرڅلاو لپاره نوې تګلاره عملي کوي

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپین بارد اید

په اوسلو کې چارواکي وایي چې د ناروې د حکومت هغه تګلاره د جنورۍ له لومړۍ نېټې یا پرون راهیسې عملي کېږي چې پر اوکراین په مستقیم ډول د وسلو او دفاعي تولیداتو خرڅلاو ته اجازه ورکوي.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د اوکرایني څانګې د راپور له مخې د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپین بارد اید په یوه بیان کې ویلي چې د روسیې یرغلیزه جګړه اوکراین د یوه هېواد او ملت په توګه ګواښي.

هغه وړاندې ویلي، مهمه ده چې د اوکراین ملاتړ دوام وکړي.

د اید په وینا، د اوکراین ملاتړ د ناروې او ټولې اروپا د امنیت لپاره مهم دی.

په بیان کې راغلي، د ناروې د حکومت نوې تګلاره په دې معنا ده چې د ناروې شرکتونه کولای شي اوکراین ته د وسلو د صادرولو او یا خرڅولو جواز له بهرنیو چارو وزارته وغواړي.