د پاکستان د ټاکنو بهیر کې د حکومت پر ښکاره لاسوهنې نیوکه شوې

د پاکستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د ټاکنو په بهیر کې د حکومت پر "ښکاره لاسوهنې" نیوکه وکړه.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په وینا، داسې نه ښکاري چې راتلونکې میاشت کې د پاکستان پارلماني ټاکنې آزادې، عادلانه یا د اعتبار وړ وي.

دې کمېسیون پرون دوشنبه د جنورۍ لومړۍ نېټه وویل چې دوی "د بشري حقونو د ټولیز خرابوالي په اړه ژوره اندیښنه لري او دا مسئله د نوي کال په پیل کې عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري."

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون دا ادعا هم کوي چې "تري تم کول، د استعفا لپاره د ګوند پر مشرانو د فشار څرګندې نښې، یا د سیاست بشپړ پرېښودو ته د هغوی اړ ایستل او په دې وروستیو کې د نوماندانو د نوم لیکنې د اسنادو ردول" په ټاکنو کې د لاسوهنې له نښو څخه دي.