امریکا خپله لویه الوتکې وړونکې جنګي بېړۍ له ختیځې مدیترانې وباسي

د امریکا لویه الوتکې وړونکې جنګي بېړۍ 'یو ایس ایس جیرالډ فورډ' چې امریکا کې بېرته اصلي اډې ته ستنول کېږي.

امریکا خپله لویه الوتکې وړونکې جنګي بېړۍ 'یو ایس ایس جیرالډ فورډ' له ختیځې مدیترانې بېرته امریکا کې د دې بېړۍ اصلي اډې ته ستنوي.

دا بېړۍ امریکا هغه وخت ختیځې مدیترانې ته واستوله چې حماس ډلې د اکټوبر په اوومه پر اسراییلو برید وکړ.

امریکا او اروپايي ټولنې د حماس ډله د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژني.

امریکا دا بېړۍ د اسراییلو د خوندیتوب لپاره ختیځې مدیترانې کې ځای پر ځای کړې وه.

د دې جنګي بېړۍ تر څنګ کوچنۍ بېړۍ سرې بحیرې ته ولېږل شوې څو د یمن د حوثي یاغیانو له خوا د اسراییلو په لور ویشتل شوي توغندي او بالستیک میزایل په نښه او شنډ کړي.

تمه ده د امریکا د دې لویې جنګي بېړۍ ځای 'یو ایس ایس باتان' بېړۍ ونیسي چې په معمولي جټ الوتکو کولای شي اف ۳۵ الوتکې چې عمودي پرواز کوي هم ولېږدوي.