اسلام‌اباد ته د طالب پلاوي د سفر هدف د پاکستان حکومت او 'ټي‌ټي‌پي' ترمنځ د اړیکو ښه کول بلل شوي

ارشیف: په پاکستان کې د ټي ټي پي وسله وال

پاکستاني رسنیو ویلي چې ژر به د افغانستان د طالبانو یو پلاوی هغه هېواد ته سفر وکړي چې یو هدف به یې د پاکستان د حکومت او 'ټي ټي پي' ترمنځ د ترینګلو اړیکو ښه کول وي.

د پاکستان انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې بې له دې چې د کومې سرچینې یادونه وکړي لیکلي چې د طالبانو د دغه پلاوي مشري به د کندهار والي ملا شیرین کوي.

که څه هم د دغه سفر کره نېټه نه ده یاده شوې، خو د ډان په وینا دا سفر د همدې جنورۍ میاشتې په لومړیو کې ترسره کېږي.

د ډان په وینا، ملا شیرین د طالبانو یو با نفوذه سیاسي چارواکی دی چې له پاکستان سره په اړوندو مسئلو کې بوخت پاته شوی او هم د طالبانو د حکومت له خوا له 'ټي ټي پي' سره په اړیکه کې دی.

د طالبانو حکومت چې مخکې یې کابل کې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي د خبرو منځګړیتوب کړی، تراوسه اسلام اباد ته د خپل پلاوي د سفر په اړه تبصره نه ده کړې.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته پاکستان کې د 'ټي ټي پي' یا تحریک طالبان پاکستان د فعالیت زیاتېدو د افغانستان د واکمنانو او پاکستاني چارواکو اړیکې خړې پړې کړي دي.