اوچا: په ۲۰۲۳ کې مو له اړمنو افغانانو سره د ۵۳ میلیونه ډالرو مرسته کړې

ارشیف: په افغانستان کې له اړمنو سره د شویو مرستو له بهیره یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، ۲۰۲۳م میلادي کال کې یې له اړمنو افغانانو سره د ۵۳ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.

اوچا پرون یکشنبه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دغه پیسې یې د ملګرو ملتونو د چټک مرکزي غبرګون له صندوقه ترلاسه کړي دي.

له دې او نورو بنسټونو له مرستې سره سره لا هم په افغانستان کې د لوږې کچه د اندېښنې وړ ده.

د اوچا په خبره دا مهال ۱۷ اعشاریه دوه میلیونه افغانان په داسې بې وزلۍ کې دي چې نه پوهېږي بل څاښت خواړه به یې له کومه کېږي.

د اوچا په خبره، په دغو بې وزله افغانانو کې درې اعشاریه اته میلیونه یې داسې دي چې په بېړني ډول د خوراکي موادو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي.