امریکا ځواکونو په سره سمندرګي کې د حوثي وسله‌والو وړې بېړۍ ویشتلي

ارشیف: په سره سمندرګي کې ویشتل شوې یوه بېړۍ

امریکا پوځي ځواکونه وایي، د دوی د سمندري ځواک هیليکوپټرو په سره سمندرګي کې د حوثي وسله والو هغه وړې بېړۍ ویشتلي چې پر یوې باروړونکې بېړۍ د برید په حال کې وې.

په یمن کې حوثي وسله وال د ایران له ملاتړه برخمن دي.

یمیني سرچینو پرون یکشنبه ویلي چې په دغو ډزو کې لس سخت دریځه وسله وال وژل شوي دي.

متحده ایالتونو د تېرې ډسمبر میاشتې په لومړیو کې سره سمندرګي ته له څو ملتونو جوړ سمندري ځواک ولېږه چې هلته د باروړونکو بېړیو د لیکې ساتنه وکړي.

په یمن کې سخت دریځه حوثي ډلې له دې وړاندې هم د غزې په جګړه کې د فلسطینیانو د ملاتړ په هدف په سره سمندرګي کې په تېرېدونکو بیړیو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.

د نړۍ د سوداګرۍ ۱۲ فیصده برخه د سر سمندرګي له تنګیو تېرېږي.