بدخشان: ترافیکي پېښې یو تن مړ او ۳ نور ټپیان کړل

د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

په بدخشان کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله د یوه تن د مړینې او درېیو نورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان اله کامګار ویلي، پېښه پرون په ارغنجخواه ولسوالۍ کې شوې ده.

هغه ویلي چې د پېښې ټپیان د مرکز فیض اباد ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.