د سره صلیب نړیواله کمېټه: روان ژمي میلیونونه افغانان اغېزمن کړي

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي اقتصادي رکود، د کاري فرصتونو کموالي او اوسني ژمي په افغانستان کې په میلیونونو کسان اغېزمن کړي دي.

د دې کمېټې د افغانستان څانګې نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د جګړې له کمېدو سره- سره افغانستان د تېرو څو لسیزو شخړو له کبله له لویو بشري بحرانونو سره مخامخ دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، بشري اړتیاوې څو اړخونه لري چې اقتصادي فکټورونو، طبیعي افتونو او اقلیمي بدلونونو یې کچه لوړه کړې ده.

د دې ادارې په وینا، افغانستان د دغو پېچلو چلنجونو او د ملیونونو کسانو د کړاو کمېدو لپاره اوږدمهاله حل لارې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو بنسټونو ویلي د بشري بحران، اقتصادي رکود، د بودجې د کموالي او له ګاونډیو هېوادونو د بې اسناده افغانانو د ډله ییز اخراج له کبله ښايي روان ژمی له زیاتو چلنجونو ډک وي.