د افغانستان په اړه د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو مهم بحثونه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار

ده ژورنال خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د جمعې په ماښام په نیویارک کې جوړه شوې وه، اشاره کړې او لیکلي دي چې په دې غونډه کې د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر پراخولو ټینګار شوی او په همدې موخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو په پریکړه لیک کې دوی د افغانستان د احتمالي واکمنانو په توګه یاد شوي دي.

خپرونه په افغانستان کې د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورې د ښوونځيو تړلو او په پوهنتونونو کې له کار او زده کړو څخه د ښځو او نجونو اخراج ته اشاره کوي او لیکي، چې طالب چارواکو په پیل کې ژمنه کړې وه، چې دوی به د خپلې لومړۍ دورې غوندي پر خلکو بندیزونه نه لګوي. خو کله چې پر افغانستان د دوی کنټرول ټینګ شو، نو د ښځو د ژوند د محدودولو فرمانونه یې صادر کړل.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سره کنډه لاجمیري رود د جوړېدو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه ليکي چې د فرنټير کور جنوبي پاکستان انسپکټر جنرل هارون حميد او د جنوبي وزيرستان ډپټي کمشنر نصير خان د دغه ډول سړک جوړولو لپاره خاص هدايات جاري کړي دي.

د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د دې سړک د سروې لپاره د ټرانسپورټ انجنیرانو، د کار وزارت، امنیتي پرسونل، سیمه ییز چارواکي او د ګتن ملي استازي په ګډون یو ځانګړی ټیم استول شوی دی.

د ورځپاڼې په وینا، دا پروژه چې د سره کنډه لاجمیري رود په نوم یادیږي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره به ډیره مهمه وي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې د دواړو غاړو سوداګر له کلونو راهیسې د دغه ډول سړک د جوړېدو غوښتونکي دي او ځايي سوداګر هیله لري، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د ملي عوایدو د زیاتوالي او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره شي.

د دغه سړک موقعيت ته په پام سره به يې په بېلابېلو موسمونو کې د هوا له بدلونونو سره مقاومت ښه شي او امنيت به يې تامين شي، ځکه د سيمې قومونه يې د امنيت ساتلو ته ژمن دي.

ورځپاڼې د یوه ځايي اوسېدونکي او د پاکستان د کار او ټرانسپورټ وزارت د یوه چارواکي له قوله لیکلي، چې سره کنډه لار ځکه د ګټې اخیستنې وړ دی، چې له دې لارې هر ډول موټر تګ راتګ کوي او دا سړک به له افغانستان سره په سوداګرۍ کې ډېر مهم رول ولوبوي.