په افغانستان کې د تښتونو، وژنو او نورو جنايي پېښو له زیاتیدو شکایتونه

له ارشیفه د کابل ښار یو تصویر

د کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د خپل امنیت په اړه اندېښنه لري او ادعا کوي چې په وروستیو کې د اختطاف، قتلونو او غلاوو په ګډون جنايي پېښې زیاتې شوې دي.

د کابل یوې اوسېدونکي شکیلا ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې څو ورځې وړاندې د کابل په لویدیځ کې څو ځوانان په ډزو ووژل شول.

هغې ازادي راډيو ته وویل:

" امنیتي حالت په دې ورځو کې ډېر خراب شوی دی، څو ورځې وړاندې د کابل په دیارلسمه حوزه کې، څو ځوانان په ډزو ووژل شول، له ماښام وروسته څوک له کورونو نه شي وتلی، حالت ښه نه دي، ټول خلک په ویره او اندېښنه کې دي."

د کابل ښار د اتمې ناحیې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل، درې ورځې مخکې د دوی په سیمه کې د عبدالغفار همدرد په نوم یو ډاکتر ووژل شو او دې پېښې د سیمې ټول اوسېدونکي اندېښمن کړل.

سرچینه زیاتوي:

" څو ورځې مخکې ډاکتر همدرد په رڼا ورځ ووژل شو، امکان لري سبا کوم بل کس ووژل شي، موږ له حکومت غواړو چې زموږ امنیت ټینګ کړي."

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ وړاندې په ننګرهار کې انسان تښتونکو د الیاس په نوم یو ماشوم وتښتوه او وروسته یې وواژه.

د الیاس مومند په نوم دا ماشوم تېره اوونۍ په ننګرهار کې د تښتونکو لخوا وژل شوی

د الیاس پلار انګار مومند ازادي راډيو ته وویل چې تښتونکو ترې د زوی په بدل ۵۰ زره ډالره غوښتل، خو ده د دومره پیسو د ورکړې وس نه درلود.

مومند زیاتوي:

" د تښتونکو له لوري راته زنګ ووهل شو او راته وویل شول چې زوی دې موږ سره دی وارخطا نه شې، زه کورته راغلم او دوه درې ساعته په تمه شوم، هغوی هم راته ویلي وو چې زوی دې بیرته درته استوو مشکل نشته، کله چې کورته راغلم، دوه دونیم ساعته وروسته زنګ راغی، او راته یې وویل چې زوی دې په کوڅه کې دی کله چې وروتم ومې لیدل چې هلک نشته، بلکې په یو سپین کفن کې یې تاو کړی و او هغه یې شهید کړی و."

نوموړی وايي چې دا او کورنۍ یې په امن کې نه دي باید نړیواله ټولنه یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

هڅه مو وکړه چې د دغه اندېښنو او ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع او د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نظر هم واخلو، خو دوی زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د ننګرهار لپاره د طالبانو ولایتي ادارې بیا په خپله ایکس پاڼه کې د الياس مومند د یوه تورن قاتل د نیولو لپاره د ترسره شویو عملياتو پر مهال د یوه تورن قاتل د وژلو خبر ورکړی.

سرچینې د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنې قوماندانۍ د امنيتي مرستيال محمد طاهر مبارز له قوله لیکلي چې په دې دې قضيه کې شاملو نورو کسانو سره به د ده په وینا، د شريعت له مخې چلند وشي‌.

وړاندې تر دې طالب چارواکو تل ادعا کړې چې په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو چې د روان لمریز کال په شپږو میاشتو کې ۱۱ زره ۶۳۱ تنه له اته زره د ډېرو جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.