بنو کې د نجونو یو ښوونځی سوځول شوی

له ارشیفه د یوه پاکستاني ښوونځي تصویر

د پاکستان پولیس وایي، نامعلومو وسله والو تېره شپه په بنو کې د نجونو یو منځنی ښوونځی سوځولی دی.

په بنو کې د پولیسو یوه مشر افتخار شاه وویل چې د دې پېښې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.

په یوه لیک کې خبرداری ورکړل شوی دی که ښوونځي ونه تړل شي نور زیان به هم واړوي.

د دې لیک په پای کې د کومې ډلې یا کس نوم نه دی لیکل شوی او د ښوونځي د سوځیدود پېښې مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی.