پر اوکراین د روسیې بمبارۍ تېره شپه هم دوام وکړ

یوه بمبار شوې سیمه

په اوکراین باندې د روسیي ځواکونو هوایي بمباري تیره شپه هم روانه وه.

دا بمباري یوه ورځ وروسته تر دې وشوه چې روسیي الوتکو د اوکراین د جګړې له پیله تر بل هر وخت درنه بمباري وکړه او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې دا بمبارۍ وغندل شوې.

د تېرې شپې د بمباریو د تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دې ویل شوي، خو د وړمې شپې او سهار د درنې بمبارۍ په اړه اوکرایني چارواکي وایي چې تلفات لږ تر لږه دیرشو ته رسېدلي او تر یوسل او شپیته ډېر کسان ټپیان شوي دي.