ملګرو ملتونو افغانستان ته د بل ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز هم وکړ

له ارشیفه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو تصویر

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د معرفي کولو وړاندیز کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په نیویارک کې د خپلې غوندې پرمهال دا وړاندیز وکړ او ویې ویل چې په دې ډول به له افغانستان او د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره د نړیوالې ټولنې تماس زیات شي.

فرانس پریس اژانس راپور ورکوي چې د پرېکړې له مخې به دا ځانګړی استازی د جنسیتي برابري او بشري حقونو مسالې ته ډېره پاملرنه کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش به اوس دا ځانګړی استازی ټاکي.

تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې کله به دا استازی معرفي کیږي.