ځایي سرچینې: اسراییلو د غزې پر خان یونس هوایي او ځمکني بریدونه زیات کړي

د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه

د غزې استوګن وایي چې پرون د ورځې په اخرو کې اسراییلي ټانکونو او هوایي ځواکونو پر خان یونس سخت برید وکړ.

دا حمله وروسته تر دې وشوه چې په څلرویشت ساعتونو کې د حماس پرضد د اسراییلي ځواکونو په برید کې نژدې دوه سوه کسان وژل شوي وو.

امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه، حماس ترهګره ډله ګڼي.

په خان یونس کې یوشمېر کسانو ویلي، دوی د ډزو غږونه اوریدلي دي او داسې ښکاري چې له اسراییلي ځواکونو سره د حماس وسله وال په جګړه دي.

د روغتیایي کارکوونکو او فلسطیني خبریالانو په وینا اسراییلي الوتکو د غزې په منځنۍ برخه کې د النصیرات پر کمپ هم بمباري کړې ده.