اذرباییجان په کابل کې سفارت پرانیزي

د اذباییجان بیرغ

راپورونه وايي، د اذرباییجان حکومت غواړي چې په نوي میلادي کال کې په افغانستان خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د ریپورټ په نوم خبري اژانس د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په وینا راپور ورکړی چې دغه سفارت به ډېر ژر پرانیستل شي، خو د دقیق وخت په باب یې څه نه دي ویل شوي.

د اذرباییجان په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو پاکستان، ترکیې، روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو د طالبانو ډیپلوماتان منلي دي.

په همدې حال کې د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ابیک صمدیاروف پرون وویل چې د دوی امنیت شورا پرېکړه کړې چې په کابل کې واکمن طالبان له تروریستي لېسته وباسي.