صمدیاروف: قزاقستان په کابل کې واکمن طالبان له تروریستي لېسته وباسي

د قزاقزستان د بهرنیو چارو وزارت

د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ابیک صمدیاروف نن په یوه تلوېزیوني مرکه کې وویل چې د دوی امنیت شورا پرېکړه کړې چې په کابل کې واکمن طالبان له تروریستي لېسته وباسي.

د ازادي راډیو قزاقي څانګې د صمدیاروف په وینا خبر ورکوي چې د دې پرېکړې سربېره به استانه د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د پرېکړو او پرېکړه لیکونو درناوی کوي.

قزاقستان د ۲۰۰۵م کال په مارچ میاشت کې افغان طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندلي وو.

وروسته تر دې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په پنځلسمه کابل نیولی، قزاقستان څو ځله افغانستان ته رسمي پلاوي استولي او په سپټمبر کې د طالبانو په ګډون د شاوخوا درې سوه افغان سوداګرو کوربه و.