ملګري ملتونه: اسراییلي پوځیانو په غزه کې د مرستو پر یوه کاروان ډزې کړي

په غزه کې د ملګرو ملتونو د موټرو کاروان

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې وویل چې اسراییلي پوځیانو نن په غزه کې د مرستو پر یوه کاروان ډزې کړي، خو تلفات نه دي اوښتي.

د 'یو این را وا' په نوم د دې ادارې د مشر ټام وایټ په وینا د مرستو دا کاروان د غزې له شمال څخه په هغه مسیر روان و چې اسراییلي ځواکونو ټاکلی چې د دې ډزو له امله یو موټر زیانمن شوی دی.

وایټ په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې د مرستو دا کاروان پرون ماسپښین په نښه شو.