ایران کې څلور کسان د اسراییلو استخباراتو سره د اړیکو په تور اعدام شوي

ارشیف

د میزان په نوم د ایران د قضاییه قویې مربوط خبرې اژانس نن خبر ورکړ چې ایران څلور تنه تخریبکاران چې د اسراییل د موساد استخباراتي سازمان مربوط و، اعدام کړل.

دوې اوونۍ مخکې د ایران رسمي خبرې اژانس ایرنا ویلي وو چې د موساد یو مامور په جنوب ختیځ سیستان بلوچستان ولایت کې اعدام شوی، خو په دې برخه کې یې نور توضیحات نه و ورکړي او نه یې هم د دې کس نوم اخیستی و.

ایراني چارواکي ډېر کله بهرنيان د ایران په چارو کې په مداخلې تورنوي او د دوی د محاکمې هم شفافې نه وي.