شمیهال: روسیې د اوکراین په بېلابېلو سیمو پراخ بریدونه کړي

پر کییف د روسیې د بریدونو انځور

اوکرایني چارواکي وایي، روسیې د اوکراین په بېلابېلو سیمو د توغندیو او ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي دي.

د اوکراین هوایي مدافع هم فعاله وه او په پلازمینه کییف، لفیف او یو شمېر نورو ښارونو کې تېره شپه او نن سهار وختي ډزې اورېدل کېدې.

د اوکراین صدراعظم دینیس شمیهال وویل چې دا ډېر پراخ بریدونه دي چې مهم تاسیسات یې په نښه کړې دي.

نن سهار د هوایي بریدونو له امله د خطر زنګونه تقریباً په ټول اوکراین کې وهل شوي او پوځیانو له خلکو وغوښتل چې ځانونه پناه کړي.

د دې بریدونو له امله تر اوسه د اوکراین له مختلفو سیمو د تلفاتو او ورانیو راپورونه دې خپاره شوي.