په هرات کې زلزله ځپلو ته د لسګونو کورونو د جوړولو د بشپړېدو خبر ورکړل شوی

د هرات زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو له چارو یو انځور

په هرات ولایت کې زلزله ځپلو ته د لسګونو کورونو د جوړولو د بشپړېدو خبر ورکړل شوی دی.

د افغانستان محلي رسنیو پرون د طالبانو د حکومت په وینا راپور ورکړی چې د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د ۳۳ کورونو جوړول بشپړ شول او ۲۴ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی دی.

راپورونه وايي، د هرات د زنده جان، انجیل، رباط سنګي او ګلران ولسوالیو په څه باندې لسو کلیو کې د کورونو جوړولو بهیر روان دی.

په همدې حال کې د اسلامي ریلییف بنسټ د افغانستان څانګې هم پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې خبر ورکړی چې د زنده جان ولسوالۍ په غارموشک کلي کې یې د ۷۲ ویجاړو شویو کورونو جوړولو لړۍ پیل کړې ده.

د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې خلکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې غوښتنه کړې چې چمتو کړای شوي کورونه دې ژر وروسپارل شي، ځکه زیات کسان لا هم په دې سړه هوا کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.