غزه کې د اوربند هڅې؛ مصر د روانې وینې تویېدنې د مخنیوي لپاره د یو کاري چوکاټ پیشنهاد برابر کړی

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

مصر پرون تایید کړه، چې په غزه کې یې د روانې وینې تویېدنې د مخنیوي لپاره د یو کاري چوکاټ پیشنهاد برابر کړی دی.

مصر وايي، د اوربند لپاره یې د کاري چوکاټ په پیشنهاد کې هغه پلان شامل دی چې په پام کې دی، په درېیو پړاوونو کې عملي شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د مصر د دولتي اطلاعاتو مشر ضیا رشوان ویلي، مصر تر اوسه د دې پیشنهاد په اړه له نورو ښکېلو لوریو ځواب نه دی ترلاسه کړی، ځکه چې دا ځواب ترلاسه کړي، د دې پیشنهاد نور جزییات به څرګند کړي.

اسراییل د اوربند لپاره د نړیوالو غوښتنې رد کړي او ویلي یې دي، دا به د حماس ډلې د بریا په معنی وي.

د مصر د دې پیشنهاد هدف د ښکېلو لوریو د نظرونو ترمنځ د درز ختمول، د فلسطینیانو د وینې تویېدنې مخنیوی او سیمې ته د ثبات راوستل ښوول شوي دي.

د مصر امنیتي سرچینو مخکې ویلي وو چې په دغه پیشنهاد کې د اسراییل او حماس له خوا د بندیانو د خوشې کېدو په ګډون په څو پړاوونو کې د اوربند عملي کول شامل دی.

د غزې په جګړه کې د هغه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ځینې یرغمل شوي کسان خوشې شول. تر سلو زیات کسان لا هم یرغمل دي.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی د حماس افراطي ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه د حماس افراطي ډله یو تروریستي سازمان ګڼي او اسراییل د دې ډلې د ختمولو ژمنه کړې ده.

په همدې حال کې د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون پنجشنبه ویلی چې د فلسطینیانو په قلمرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۱زره ۳۲۰ ته رسېدلی دی، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړي نه دي.

د غزې روغتیا وزارت ویاند اشرف القدرة پرون په یوه کنفرانس کې ویلي چې د اکټوبر میاشتې له اوومې وروسته په جګړه کې ۵۵زره ۶۰۳ نور فلسطینیانو ټپیان شوي دي.

دغه وزارت پرون ویلي چې ۲۱۰ فلسطینیان یوازې د مخکنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال وژل شوي دي.

اسوشېټېډ پرېس خبري ژانس راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو وړمه شپه او پرون هم د غزې په ټولو برخو کې د ښارونو، ښارګوټو او د بېځایه شویو د کمپونو بمباریو ته دوام ورکړ.

د اژانس راپور وايي، په دې جګړه کې د غزې د ۲ میلیونه او ۳۰۰زره اوسېدونکو ۸۵ فیصده یې له خپلو کورونو کډې کولو ته اړ شوي دي.